د ملي خبرو اترو لپاره د هدفمن ایتلاف  اساسنامه

د ملي خبرو اترو لپاره د هدفمن ایتلاف اساسنامه

لومړی څپرکی
عمومیات

لیدلوري ( منظور):

لومړي ماده:
دغه اساسنامه د هدفمن ایتلاف داوصولو او کاری کړنو په موخه وضع شوې ده.   

 

موخې:

دویمه ماده: 
دغه اساسنامه د هدفمن ایتلاف د ښه او  بنسټیزو اجراتو لپاره دلاندېنیو دوو موخو پر بنسټ وضع کیږي: 
۱- دبشري حقونو اعاده او رعایتول:
  پرته له توپیر،‌ د اسلامي شریعت د احکامو او دنړیوالو منل شويو اوصولو او میثاقونو په رڼا کې د افغانستان د وکړو (اتباعو) اساسي او مدني حقونه تامینولو او رعایتولو غوښتنه؛  
 دښځو اساسي حقونو په وړاندې، د کار او زده کړې په ګډون د بنديزونو لرې کولو غوښتنه.
۲- دافغانستان د سياسي واکمنۍ مشروعيت:
 دافغانستان د حقوقي او سیاسي مشروعیت او واک لپاره عنعنوي او حقوقي لویه جرګې رابللو ته غږ اوچتول او غوښتنه؛
 په افغاني ټولنه کې د اساسي قانون تسويد‌،‌ تصویب او نافذېدو ته غږ اوچتول او غوښتنه؛
 په سیاسي او ټولنیز ډګر کې د افغانستان ټول وګړي، پرته له قومي، ژبني، مذهبي، جنسیتي او حزبي توپیرونو‌ شریکول؛
د افغانانو تر منځ د ملي يووالي او ورولي ځواکمنیدو لپاره جدي او نه ستړیکېدونکې کوښښونه؛ 

 

اصطلاحات:

دریمه ماده:
پدغه اساسنامه کې اصطلاحات لاندي معناوې لري:
۱- هدفمن ایتلاف:هغه غیر سیاسي او غیر انتفاعي جوړښت دی چې مدني ټولنې، ټولنیز بنسټونه، ایتلافونه، سیاسي سازمانونه  او خپلواک پېژندل شوي افغان شخصیتونه پکې را ټول شوي او د دې تګلارې له موخو او احکامو سره سم خپلي کړنې ترسره کوي؛
۲- تشکیل: هدفمن ایتلاف هغه جوړښت دی چې له عمومي مجمع، مشرتابه شورا، اجراییه هیئت، سلاکارانو او ځانګړو کمیټو څخه جوړشوی؛ اجرائيه هيئت له رییس، دري معاونینو او منشي څخه تشکيل شوی ده.

 

اختصار:

څلورمه ماده:
وروسته لدینه په دغه اساسنامه کې د ملي خبرو اترو د هدفمن ایتلاف نوم په اختصار سره (هدفمن ایتلاف) یادیږي.

 

دویم څپرکی
اساسي کرښې او کړنې (فعالیتونه)

اساسي کرښې:

پنځمه ماده:
هدفمن ایتلاف لاندي کرښې او اصول په خپلو تګلارو او کړنو کې تععیبوي:
۱-  د افغانستان ملي ګټو دفاع او عملي کولو ته ژمن؛ 
۲- هدفمن ایتلاف د نړي او سیمه ایزو سیاسي سیالیو په هکله له هغو لومړیتوبونو نه ملاتړ کوي چې د هیواد خپلواکې، بشپړتیا او بې طرفۍ تضمینوي او د افغانستان د ناپیلې (عدم انسلاک) پالیسي ته درناوی کوي.
۳- د سياسي حل اصل ته په ژوره ژمنتیا، هدفمن ائتلاف انتقادي او اصلاحي دریځ لري، خپلو مشخصو مخوته د رسیدلو لپاره سوله ېېزه او د عدم تشدد لاره غوره کوي؛
۴- افغان وکړي د قانون پر وړاندې برابر حقونه لري، هدفمن ایتلاف د هر ډول قومي،ژبني، مذهبي، جنسیتي او حزبي توپیرونو نه پرته دغه اصل ته ژمنتیا لري او د هغه رعایتول خپل کاري ځانګړتیاوي بولي.
۵- له تیرو تجربو څخه د عبرت په اخیستلو سره، هدفمن ایتلاف تر بل هر ځانګړتیاوو تر مخه افغان محوره دی او د ستونزو د حل لپاره پر بهرنیو هیوادونو تکیه نه کوی.
۶- د ایتلاف غړي سلوکې او اخلاقي مکلفیت لري چې په ایتلاف کې دننه د ایتلاف له مخو نه پرته د بل هر ډول اهدافو له تمثیل څخه په کلکه ډډه وکړي او د هدفمن ایتلاف موخې او اصول چې په دغه اساسنامه کې ځانګړي شوي دی، هغه خپل د کاري کړنو کرښي وګرځوي.
۷-  سیاسي حزبي بحثونه چې د هدفمن ایتلاف موخو ته تاوان رسوی او تفرقه ایجادوي په کلکه ممنوع دي.
د هدفمن ایتلاف له نوم نه څرکند ده چې زمونږ اساسي موخه او اصل په اتفاق او اتحاد سره د افغانستان د سیاسي او ټولنیز ثبات لپاره مبارزه کو ل دی او پدغه اړه مو  د اتحاد او اتفاق لاسونه  سره ورکړي چې خپلي ځانګړي موخې او اصول د دغې کړنلارې له حکمونو سره سم تعقیب کړو.

کړنې ( فعالیتونه):

شپږمه ماده:
هدفمن ایتلاف د دویمي مادی له موخو او د څلورمي مادی د اصولو په نظر کې نیولو  سره سم لاندي کړنې ( فعالیتونه)  تعقیبوي:
۱- د افغان وګړو له اساسي او مدني حقونو نه دفاع او د عدالت غوښتني غږ اوچتول؛
۲- هر هغه موضوعات او مسایلو باندي اعتراضي غږ او چتول چې د هیواد ملی حاکمیت، خپلواکي او ملی وحدت ته تاوان رسوي؛
۳- هدفمن ائتلاف او په ځانګړي توګه د مشرتابه شورا به د دیپلوماتیکو، سیاسي، کلتوري او ټولنیزو فعالیتونو هر اړخیز پروګرامونه طرح او تطبیق کړي، تر څو له یوې خوا د ایتلاف له اهدافو څخه د دفاع په موخه د ټولنې ذهنیت برابر شي او له بلې خوا ، په لویه جرګه کې او هم د افغانستان د وضعیت په اړه د ملي او بین المللي خبرو اترو په برخه کې د ائتلاف د استازو د ګډون لپاره  زمینې برابرې شي. 
۴- د هدفمن ایتلاف موخو ته د رسیدلو لپاره د کنفرانسونو، ورکشاپونو او سمینارونو سمون او تدویر په مجازي بڼه د معاصري تکنالوژی په مرسته او یا د امکان په صورت کې په حضوري ډول؛
۵-  د مرکو او مصاحبو به ملتیا  د مشرتابه شورا او یا اجراییه هیئت له آدرسه د هدفمن ایتلاف موخې او فعاليتونه له مطبوعاتو سره شريکول ؛
۶- نوري کړنې او فعالیتونه چې د مشرتابه شورا په تشخیص سره د هدفمن ایتلاف له موخو سره سم سرته رسیږي.

 

دریم څپرکی
تشکیل، دندې او واکونه

 

تشکیل:

اوومه ماده:
(۱) هدفمن ایتلاف لاندي تشکیلات لري:
۱- عمومي مجمع: چې د ټولو غړو جوړښت ده او په کال يو ځل جوړېږي. د شورا دوه پر درې برخې غړي کولی شي بېړنۍ مجمع را وغواړي.
۲- مشرتابه شورا: لوړ تصمیم نیونکې مرجع ده چې د غړو له منځه په آزاد او دیموکراتیک بڼه د یو کال لپاره تعینیږي او باید د لاندي معیارونو او شرایطو لرونکې وي؛
د افغانستان تابعیت ولري؛
د افغانستان په ملي، سیاسي او مدني مسایلو کې د چارو د تنظیمولو ظرفیت او مسلکي پوهه او وړتیا ولري؛
د ښه شهرت خاوند وي؛
لږ تر لږ په یوه ملي ژبه د کارولو پوره تسلط ولري، او همدا رنګه پر یوې نړیوالې ژبې هم پوره تسلط ولري؛
د کمپیوټر او عامه تکنالوژۍ د کارولو وړتیا ولري؛
د نړیوالو غیر دولتي سازمانونو سره د اړیکو په شمول په ټولنیزو اړیکو کې وړتیا یا تجربه ولري؛
مشرتابه شورا (۱۷) غړي لري چې د لزوم په صورت د دغی شورا غړي کولاي شي دغه تعداد زیاد او یا کم کړي.
۳- اجراییه هییت: جوړ له یو رئیس، دريو مرستیالانو، منشي او مشاورینو څخه دی چې رییس  او مرستیالان د غړو له منځ نه په آزاد او دیموکراتیک بڼه د یوو کال لپاره ټاکل کیږي.
۴- سلا کاران: هغه غړي دی چې په مختلفو تخصصي او تخنیکي برخو کې د خپل تخصص او تجربې په وسیله اجراییه هیئت او مشرتابه غړو ته سلا مشوري ورکوي.
۵- کمیټي: د غړو هغه جوړښت ده چې د مشرتابه شورا لخوا د هدفمن ایتلاف موخو ته د رسیدلو په منظور ایجادیږي.
(۲) د دې مادې (۱) فقرې تشکیلاتي جوړښت مکلف دی تر څو په جلساتو کې فعال ګډون وکړئ او خپلي دندي د دغه اساسنامه او ځانګړې ګړنلاري مطابق له ترتیب سره سم عملي کړي.

 

دندې او واکونه

اتمه ماده:
(۱) د مشرتابه شورا پریکړي د رایو په اکثریت سره اخیستل او عملي کیږي.
(۲) د مشرتابه شورا پریکړي د هدفمن ایتلاف له موخو سره سم نیول کیږي.
(۳) اجراییه هییت ، کمیټي او سلاکاران د مشرتابه شورا پریکړي له هدایت سره سم تطبیقوي.
(۴) اجراییه هییت، کمیټي، سلاکاران او یا هر شخص ته چې د مشرتابه شورا لخوا دنده سپارل شوې وي، مکلف دي تر څو د مشرتابه غونډو ته خپل ګزارش وړاندي کړي
(۵) مشرتابه شورا د هری میاشتی په لومری اوونی کې په آنلاین ډول غونډه کوي، فوق العاده غونډي، د یو په دریمه برخي د غړو په غوښتنه ترسره کیدای شي.
(۶)  د غونډي نظم په لاندي ډول تر سره کیږي.
۱- د غونډي اجندا مخکي له دایریدو نه د منشي لخوا له غړو او سلاکارانو سره شریکیږي؛
۲- هره غونډه د قرآن کریم د آيتونو په تلاوت سره پیلیږي؛
۳- غونډه د رییس لخوا او یا د رییس په نه شتون کې د یوو مرستیال لخوا رهبري کیږي؛
۴- منشي د غوڼدي سمون په آنلاین ډول تنظیموي او د غونډي  له غړو سره مخکې له مخکی د جلسی آنلاین لینک په ګروپ کې شریکوي.
۵- غونډه په خورا نظم او دسپلین سره باید مخکي ولاړه شي، هر غړی حق لري چې د اجنډا مطابق خبرې وکړي، د خبرو غوښتنه د لاس په جګولو سره کیږي منشي په نوبت او نظم سره هر یو غړي ته چې لاسی یی جګ کړي وي د خبرو اجازه ورکوي.

 

څلورم څپرکی
متفرقه حکمونه

د غړو جلب او جذب:

نهمه ماده:
(۱) هدفمن ایتلاف د نورو ائتلافونو، بنسټونو او افغان متخصیصنو او مخورو  را جذبولو او ګډ کار کولوته باید لازم تدابیر او خپروني ولري.
(۲) هر افغان کولای شي، هدفمن ایتلاف ته د دغه ایتلاف د موخو له منلو سره سم غرئ سی.

د کړنلارو وضع کول:

لسمه ماده:
د هدفمن ایتلاف موخو او اساسي کرښو ته د رسیدلو او د منظم کاري کړنو په منظور هدفمن ایتلاف په مختلفو برخو کې کولاې شي کړنلاري وضع کړي چې وروسته د مشرتابه شورا د غړو په تصویب سره د تطبیق وړ کڼل کیږي.

 

تعدیل:

یولسمه ماده:
(۱) مشرتابه شورا کولای شي د تګلارې حکمونه، تعدیل، زیات او د لزوم په صورت کې لغوه کړي. 
(۲) د تګلارې د حکمونو تعدیل، زیاتوالي او لغوه کولو په صورت کې مشرتابه شورا باید د دغو یاد شوي موردونو وړاندیز عمومي مجمعي ته وړاندي کوي او وروسته د عمومي مجمع له تصویب نه عملي کیږې.

 

تطبیق:

دولسمه ماده:
دغه اساسنامه په څلورو څپرکیو (فصلونو) او دولسو مادو کې وروسته د مشرتابه له تصویب نه د تطبیق وړ ده.