د‌لومړي کال‌اجراأتو دامتحاني دورې لپاره د ائتلاف مشرتابه شورا

د‌لومړي کال‌اجراأتو دامتحاني دورې لپاره د ائتلاف مشرتابه شورا

۱- د مشرتابه شورا او اداري کارکوونکو کاري موده یو کال ده.

 

٢- د ائتلاف رهبري شورا کولى شي د شورا د رايو د اکثريت په ترلاسه کولو سره د ايتلاف اداري چارو طرزالعمل کې د سمون په مخه بدلون راولي.

 

۳- د ائتلاف په اهدافو او اساسی اصولو کې د هر ډول بدلون او تعدیل وړاندیز د رهبری شورا د اکثریت رایو سربېره د  ائتلاف د غړو اکثریت رایو ته اړتیا لری.

 

۴- د رهبري شورا د غړو شمېر له دوو ډلو جوړ دي:

لومړۍ ډله د بنسټونو او مدني سیاسي سازمانونو له استازو څخه جوړه ده، چې شمېر یې د شورا د ټولو غړو له ٪۵۰ څخه تر ۷۰٪ پورې دی.

دویمه ډله د خپلواکو نوماندانو څخه جوړه ده چې دوی د منل شویو معیارونو پر بنسټ، د خپلو مسلکي وړتیاوو له امله ټاکل(انتخاب)کېږي.

 

د مشرتابه شورا دغړيتوب لپاره لاندې معيارونه شرط ندي، يوازې وړانديز او تجويزي بڼه لري.

 

د مشرتابه شورا د غړو د ټاکلو معیارونه او وړتیاوې په لاندې ډول دي:

 

۱- د معمول رسم او معیارونو سره سم د افغانستان په ملي، سیاسي او مدني مسایلو کې د چارو د تنظیمولو ظرفیت، مسلکي پوهه، وړتیا او ښه شهرت.

 

۲- لږ ترلږه په یوه ملي ژبه پوره تسلط او د لیکلو او کارولو په برخه کې وړتیا. همدارنګه‌ پر یوې  نړیوالې ژبې پوره واکمني.

 

3- د کمپیوټر او عام ډیجیټل ټیکنالوژۍ دکارولو وړتیا.

 

4- د نړیوالو غیر دولتي سازمانونو سره د اړیکو په شمول په ټولنیزو اړیکو کې وړتیا یا تجربه

 

۱- موخې - رهبري شورا دنده لري چې د ائتلاف د موخو د تحقق لپاره پلان جوړ کړي او د ائتلاف له تګلارې سره سم د اغېزمنو لارو چارو په کارولو سره اقدام وکړي.

 

۲- ماموریت/مسؤولیتونه-  

    رهبري شورا د ائتلاف د عمومي غونډې(مجمع) د دوو ناستو تر منځ موده کې د ټولو چارو مسووله ده او عمومي مجمع ته ځواب ورکوونکې ده.

    د شورا د غونډو، کنفرانسونو او د ائتلاف د عمومي غونډې د اجنډا دطرحې جوړول

    د کنفرانس د پرېکړوعملي پلان جوړونه او دهغه تطبیق.

 

۳- غړیتوب – د رهبري شورا د غړو شمېر کېدای شي د غړو بنسټونود استازو او خپلواکو شخصیتونو په ګډون د ۱۱ او ۱۹ کسانو ترمنځ وي.

 

۴- غونډې - د مشرتابه شورا په هرو دوو میاشتو کې یو ځل غونډه کوي، او که اړتیا وي، له یو ځل څخه زیات هم غونډه کولی شي.

ځانګړې غونډې د شورا د رئیس، یا د هغه د مرستیالانو، د اړتيا په صورت کې د غړو د دریمې برخې په غوښتنه ترسره کېدی شي.

۵- د کار موده - د شورا د فعالیت موده یو کال ده. که د ائتلاف د عمومي غونډې له خوا تصویب شي، دا موده به وغځول شي.

 

۶- اجرائيه بورډ

    رئیس - د ائتلاف په مؤسس کانفرانس او عمومي غونډه کې دائتلاف غړو د رايې په اکثريت سره ټاکل کیږي.

    مرستیالان او منشي - د کانديدانو په منځ کې د ائتلاف رئيس لخوا غوره او د تائید لپاره د مشرتابه شورا ته وړاندې کیږي.

    د رئیس او مرستیالانو د دندو لايحه په جلا طرزالعمل کې تنظیمیږي.

    د منشي دنده دا ده چې د شورا د غونډو پلان جوړ کړي، د غونډو اجنډا او راپورونه چمتو کړي او د ائتلاف دغړو نومونه ثبت کړي

۷- نصاب - د شورا د غونډو نصاب د ۵۰ + 1٪ ساده اکثریت دی.

 

8- تصمیم نیول – تصمیمونه په غونډه کی د حاضرو غړو د ۲/۳ په رايو سره نیول کیږی.

 

۹- مېلمانه : د شورا رئيس کولای شي د شورا د پرېکړې له مخې مېلمه (نو) ته په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړي.

 

۱۰- ځواب ورکونه - شورا د ائتلاف کلنۍ عمومي غونډې ته ځواب ورکوونکې ده.

۱- افتتاحیه ـ دقران کريم تلاوت: دکتورفخرالنسافیضانی

 

۲- هدفمن ائتلاف- لنډ راپور                  پروفیسور ستانیزی

 

۳- الف - د هدفمن ائتلاف د اساسي اصولو توضیح

    ب - دمشرتابه شورا د غريتوب لپاره د معيارونو توضيح

                                                   دکتور نوراحمد خالدی

 

۴- الف - د رهبري شورا لپاره د کاندیدانو د نومونو لوستل

    ب - د رهبري شورا د کانديدانو لپاره رایه اخیستنه

                                                          دکتور منیر احمد

 

۵- الف - د رهبري شورا د طرزالعمل مسودې توضیح  

     ب ـ د شورا د رياست پست لپاره د کاندیدانو د نومونو لوستل. 

    ج - د ائتلاف رئيس د ټاکلو لپاره له برخوالو رایه اخیستنه.

                                                          ښاغلی همایون تاچ

 

۶- اختتامیه - دائتلاف د موجوديت اعلان

                                                   پروفیسور زمان ستانیزی