کورمه کې د شیعه-سني کړکېچ: اوربند څومره عملي شوی؟

کورمه کې د شیعه-سني کړکېچ: اوربند څومره عملي شوی؟

 خیبر پښتونخوا په کورمه کې له تېرو شاوخوا لسو ورځو (لېندۍ۴مې/نومبر ۲۴مې) راهیسې د ځايي شیعه‌ګانو او سنیانو ترمنځ تاوتریخوالی لا هم روان دی.

په شاوخوا لس ورځې مخکې پیل شوي دغه تاوتریخوالي کې تر اوسه تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۵۰ نور ژوبل دي.

د بي‌بي‌سي اردو خبریال عزیز الله خان د معلوماتو له مخې، د تېرې پنجشنبې پر ورځ بیا د کورمې شیعه‌ او سني وګړو ترمنځ د نښتو او پکې د مرګ ژوبلې رپوټونه ورکړل شوي.

تر اوسه د درو کسانو د وژل کېدو پخلی شوی چې د 'صدې' سیمې مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.