د «هدفمن ائتلاف»په نوم یوه خوځښت د موجودیت اعلان وکړ
د یوه انلاین ناستې په ترڅ کې د ۶۰ سازمانونو او مدني ټولنو د استازو او د ملي او خپلواکو شخصیتونو له لوري د ملي خبرو اترو لپاره د «هدفمن ائتلاف» په نوم یو خوځښت جوړ شو.
په دغه ناسته کې ۱۷ کسان د دغه ائتلاف د شورا د غړو په توګه وټاکل شول چې بیا وروسته په اکثریت رایو سره ډاکټر زمان ستانیزی د دغه ائتلاف د مشر په توګه وټاکل شو.
د غه ايتلاف مشر ډاکټر زمان ستانیزي وصال ټلوېزیون ته وویل چې د دغه ائتلاف له جوړېدو څخه موخه په افغانستان کې په ملي کچه خبرې اترې کول دي ترڅو له تبعیض پرته ټولو ته د زده کړو او کار کولو حق ورکړل شي.
ستانیزی وايي چې دغه ائتلاف هڅه کوي څو په افغانستان کې پر ښځو لګول شوي هر ډول بندیزونه او تحریمونه لرې شي.
ده وویل، د دغه ائتلاف غړي غوښتنه کوي چې هر څه ژر باید په افغانستان کې بېړنۍ لویه جرګه جوړه شي، څو اساسي قانون تسوید، تصویب او نافذ کړي.
نوموړی زیاتوي چې هدفمن ائتلاف د یادو موخو ترلاسه کولو لپاره له سیاسي او دېپلوماتیکو لارو هلې ځلې کوي.
د هدفمن ائتلاف یوه غړي در محمد اشنا وصال ټلوېزیون ته وویل چې دغه ائتلاف دوه ډلې جوړوي چې یو به یې له نړۍوالو سره او بل به یې د افغانستان له حکومت سره د افغانانو د ستونزو پر حل خبرې اترې وکړي.
هغه وویل، که زمینه برابره شي د دوی یو پلاوی به له افغان حکومت سره د خبرو اترو لپاره کابل ته هم سفر وکړي.
د هدفمن ائتلاف غړو د معلوماتو له مخې، دغه ائتلاف یو سیاسي نه بلکې مدني حرکت دی.