د سوریې یاغیان یوه ستر برید کې حلب ښار ته د ننوتلو ادعا کوي
د سوریې د بشري حقونو څارونکي وویل چې وسلهوالو دوه هغه موټر چوولي چې له چاودېدونکو توکو یې ډک کړي وو او وروسته یې د کلیو په لور پرمختګ کړی. په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
د سوریې رسمي خبري اژانس راپور ورکړی چې پوځ اعلان کړی هغه سیمې یې بېرته نیولې دي چې د اپوزیسیون ځواکونو په ادلب او حلب کې نیولې وې.
د "هیئة تحریر الشام" او ورسره ټلوالو ډلو ویلي، دوی د چهارشنبې په ورځ له برید پیلولو وروسته په حلب او ادلب ولایتونو کې پر یو شمېر کلیو او ښارونو کنټرول ترلاسه کړی دی.